دخپریدو نیټه : 2015-05-12 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
کندهار : د ماين چاودني پنځه ملکي وګړي ووژل او درې نور يې ټپيان کړل .
لودين
د کندهار د ارغستان او معروف ولسواليو پر ګډه پوله باندي د ماين چاودني پنځه ملکي وګړي ووژل او درې نور يې ټپيان کړل .
پيښه نن سهار نهه نيمي بجې د دواړو ولسواليو اړوند د ( وان او توري ) په سيمو کې د ملکي وګړو پر ډاټسن موټر وسول د کندهار امنيه قومانداني وايې ، چې په دې پيښه کې پنځه ملکي وګړي وژل سوي دي او درې نور چې يوه يې ښځه او يو ماشوم دي ټپيان سوي دي .
امنيه قومانداني وايې ، چې ماين وسله والو طالبانو ځای پر ځای کړی وو ، خو خپله وسله والو طالبانو تر دې مهاله د دې پيښي په اړه څه نه دي ويلي .