دخپریدو نیټه : 2015-05-12 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
دری میلیونه افغانان په نشو روږدي دي
احمد فیصل
د عامې روغتیا وزارت په یوه تازه رپوټ کې ویلي، په ۲۰۱۴ کال کې په نشه يي توکو د روږدو افغانانو شمېر دری میلیونه اټکل شوی و، چې اووه سلنه یې ښځې او تر ۳۰ سلنې ډېر یې ماشومان دي.سرچینه وايي، تر ډېره په نشو روږدي افغانان تنکي زلمیان او ځوانان دي او په نشه د روږدي کېدو اصلي لامل یې ناامني او بې روزګاري بولي.په نشه يي توکو د روږدو کسانو په اړه دغه رپوټ او سروې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نشه يي توکو د مبارزې د برخې او افغان حکومت په ګډه همکارۍ په څلورویشتو ولایتونو کې ترسره شوې ده.د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز ددې سروې پایلې د سې شنبې په ورځ کابل کې له خبریالانو سره شریکې کړې.ده وویل:« دری میلیون کسان په نشو روږدي دي، چې په دې کې ۱،۴ میلیون یې معتادان دي، په دې مانا چې هره ورځ له نشه يي توکو ګټه اخلي او ۱،۶ میلیون نورو بیا په یوه ډول نشه يي توکي کارولي او یا له نشه یانو سره یو ډول اړیکي لري، د سروې پایلې ښودلې، چې نژدې یو میلیون ماشومان له نشه يي توکو سره تړاو لري، په دې معنا چې یا یې مور یا پلار په نشه يي توکو روږدي دي او یا له ټولنې اغېزمن شوي.»د سروې په پایله کې راغلي، په نشو روږدي ۱۳ سلنه کسان په کلیو او ۵ سلنه نور یې په ښارونو کې اوسېږي.