مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-12   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

جوند ولسوالي بېرته افغان ځواکونو ونیوله

احمد فیصل
چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو د بادغيس د جوند ولسوالۍ مرکز بېرته له وسله والو مخالفينو نيولى دى.د دې ولسوالۍ مرکز د غويي په شلمه شپه وسله والو نيولى و او دولتي ځواکونو د ولسوالۍ له مرکزه لوېديځ لور ته شاتګ کړى و.د هېواد په لوېديځ کې د ٢٠٧ ظفر قُل اردو قوماندان تورن جنرال تاج محمد جاهد پژواک خبري اژانس ته ويلي چې امنيتي ځواکونو د سيمې د خلکو په مرسته د جوند ولسوالۍ مرکز بېرته له وسله والو مخالفينو نيولى دى.ده چې پرون له غرمې وروسته شاوخوا درى بجې يې خبرې کولې وويل چې وسله وال مخالفين د ولسوالۍ له مرکزه ايستل شوي، خو له مرکز هغې خوا په ځينو سيمو کې له مخالفينو سره نښتې روانې دي.دى وايي چې په دغو عملياتو کې ١٣ وسله وال مخالفين وژل شوي او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دولتي ځواکونو د دې ولسوالۍ له ځينو سيمو تاکتيکي شا تګ کړى و، خو اوس يې بېرته نيولې ده.وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery