دخپریدو نیټه : 2015-05-12 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ملي امنیت: د مسلمیار کورنۍ له وسله والو سره اړیکه نه لری
احمد فیصل
د ملي امنیت ریاست هغه ادعاوې ردوي، چې ګڼې د مشرانو جرګې رییس او یا د هغه کورنۍ د وسله والو ملاتړ کوي.د ننګرهار د ملي امنیت رییس او سیمه ییزو چارواکو پرون د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وویل، داسې شواهد نشته چې د دغې جرګې پر رییس فضل الهادي مسلمیارد ولسي جرګې د مرستیال او یوه غړي لګېدلې تورونه ثابت کړي.د مشرانو جرګې پر رییس او د هغه پر کورنۍ د ولسي جرګې د ځينو غړو له خوا د وسله والو مخالفینو د ملاتړ تورونه دې حد ته و رسېدل، چې دغې جرګې په دې اړه د سپیناوي لپاره امنیتي چارواکي خپلې غونډې ته ور وغوښتل.د ننګرهار د ملي امنیت رییس او نور سیمه ییز چارواکي چې د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته ورغلي وه، وویل کوم کسان چې په وروستیو کې په دغه ولایت کې د یو لړ تروریستي حملو په تړاو نیول شوي، د مشرانو جرګې د رییس او د هغه له کورنۍ سره ارتباط نه لري.همدې غونډې ته د وینا پرمهال د ننګرهار د ملي امنیت رییس جنرال داد محمدخان وویل، ملي امنیت په وروستیو کې په دغه ولایت کې ځینې کسان ونیول چې په یو لړ تروریستي حملو کې ښکېل وو، خو په وینا یې دا کسان د مشرانو جرګې د رییس له کورنۍ سره ارتباط نه لري.