مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-12   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ځیني وکیلان: په حکومت او ملي شورا کې ځیني کسان د نامسوولو وسله والو ملاتړ کوي

احمد فیصل
په ولسي جرګه کې د خلکو یو شمېر استازي وايي؛ د ډېرو ولایتونو په نا امنیو کې غیر مسوول وسله وال لاس لري او دغه وسله وال ملکیان هم ځوروي.د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د غیر مسوولو وسله والو کسانو شتون خلک او د ولسي جرګې غړي اندېښمن کړي دي.د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې غیر مسوول وسله وال د بېلابېلو ولایتونو امنیت ته ستر ګواښ دی او ډېر ځلې همدا وسله وال د خلکو د ځورونې او وژلو لامل کېږي.د خلکو دغه استازي خبرداری ورکوي چې که دغه وسله وال بې وسلې نه شي او یا د امنیتي ځواکونو په لیکو کې جذب نه شي؛ دوی به نورو ناامنیو ته هم لمن ووهي.د ولسي جرګې غړی قدرت الله ‌‌ذکي وايي د غیر مسووله وسله والو ملاتړ په ځينو ولایتونو کې د حکومتي سترو کړیو او د ملي شورا د غړو له خوا کېږي.د دوی په وینا، د کورنیو چارو وزارت له همدې امله دغه غیر مسووله وسله وال بې وسلې کولای نه شي.هغه وايي: ((هلته يې ۱۲۰ میله وسلې یوړې، خلکو باندې یې ووېشلې د هماغو کسانو په وسیله په یوه کال کې تښتونې او قتلونه وشول؛ ټول همدغه غیر مسووله وسله والو وکړل.امنیتي ځواکونو ته دغه شکایتونه د پارلمان او خلکو له لارې ورسېدل؛ راپورونه يې هم کشفي او عدلي ارګانونو سره شته؛ خو متاسفانه دولت په دې اړه هیڅ تصمیم ونه نیولو؛ یو تعداد د دغو غیر مسوولو وسله والو همکار دي.))پخوا تر دې د بغلان د امنيې قوماندان امین الله امر خېل ازادي راډيو ته ویلي وو چې په دغه ولایت کې یو شمېر حکومتي کړۍ د غیر مسوولو وسله والو ملاتړي دي او دا هغه کسان دي چې له واکه لوېدلي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery