دخپریدو نیټه : 2015-05-12 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د ناټو سرمنشي: امریکا راتلونکی کال د ناټو له افغان ماموریته وځي
احمد فیصل
د ناټو سرمنشي وایي چې امریکا راتلونکی کال د ناټو په ماموریت کې خپل ګډون پای ته رسوي او دوی غواړي چې تر اوسني ماموریت وروسته له افغانستان سره اوږودمهاله همکاريو ته دوام ورکړي.د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ دغه څرګندونې د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې یوه ورځ مخکې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.ټاکل شوې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه د غويي په ۲۳مه د ترکيې په انتاليا ښار کې پيل شي.په دې غونډه کې د ناټو د ۲۸ غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو تر څنګ په افغانستان کې د روزنې د نوي ماموريت (غوڅ ملاتړ) اړوند د ۱۴ نورو هېوادونو، د جاپان او کوريا د بهرنيو چارو وزيران هم ګډون کوي.دغه راز د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني هم د يوه پلاوي په مشرۍ په دې غونډه کې ګډون کوي او د افغانستان د وروستيو حالاتو په اړه به د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړي.د ناټو سازمان سرمنشي جينز سټولټنبرګ وویل چې په دې غونډه کې به د افغانستان په اړه پر دریو موضوع ګانو خبرې کېږي.