دخپریدو نیټه : 2015-05-12 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ولسمشر غني:جګړه پر موږ تپل شوې او د خپلو خلکو ساتنه مو مسوولیت دی
احمد فیصل
د ولسمشر محمداشرف غني په بلنه د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف په مشرۍ د یاد هېواد د سیاستوالو او پوځي چارواکو یوه پلاوي پرون په کابل کې له افغان چارواکو سره ولیدل.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دې کتنه کې دواړو غاړو پر امنیتي مسايلو او د افغانستان او پاکستان تر منځ د اقتصادي همکاریو پر غوړېدا خبرې وکړې.
پاکستاني لوري په افغانستان کې د نیمګړو پاتې ودانیزو پروژو د بشپړولو ژمنه وکړه.
له رسمي خبرو وروسته ولسمشر محمداشرف غني د پاکستان له لومړي وزیر نوازشریف سره ګډې خبري غونډې ته وویل: "د افغانستان د دوستۍ معیار دا دی چې اوس زموږ په څنګ کې ودرېږي. له پاکستان سره زموږ د خبرو بحث د ګډو ګواښونو په اړه دی. په اوسني جنګ کې زموږ وسله والې قواوې د ټولې سیمې د ثبات لپاره جنګېږي".
ولسمشر غني دا هم وویل، د یوه منتخب او مشروع دولت په توګه دوی د خلکو د ساتنې او دفاع دنده لري.
غني یو ځل بیا دا خبره تکرار کړه چې د افغانستان جګړه پر خلکو تپل شوې ده: "جنګ پر موږ تپل شوی دی او موږ له خپلو خلکو او هېواد نه باید دفاع وکړو".