دخپریدو نیټه : 2015-05-12 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
شنونکي: د پارلماني ټاکنو ځنډ د نظام د سقوط لپاره هڅه ده
احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د چارو ځیني شنونکي او د ولسي جرګې غړي وايي، د نظام د نا مشروع کولو هڅه بریا ته نږدې شوې او د چنګاښ په لومړۍ نېټه به د ولسي جرګې د کاري دورې په پای ته رسېدو سره د هېواد مقننه قوه خپل مشروعیت له لاسه ورکړي.
شنونکي همداراز زیاتوي چې ولسي جرګه باید تر هر څه مخکې له حکومته قاضي القضات وغواړي او د باور رایه ورکړي او که په یوه میاشت کې دننه دغه کار ونه کړي، قضایه قوه به هم بې سرپرسته او نا مشروع شي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون ځینو سرچینو سرنوشت ته ویلي وو چې دغه کمېسیون خپلو څه باندې ۸۵۰ کار کوونکو ته د دندو د له لاسه ورکولو خبرداری ورکړی ځکه مرستندویان مالي مرستې پرې درولې او نه شي کولای د هغو معاشونه پوره کړي.
بخوا د حکومت هغه ژمنه هم لا پوره نه ده چې په لومړيو کې یې ویلي و چې د ټاکنیزو کمېسیونونو اصلاح یې په لومړیتوبونو کې ده او په دې برخه کې د ارګ او اجرايي ریاست ترمنځ اختلافات پر ځای پاتې دي. د ولسي جرګې غړي بیا وايي چې دغه لوبه بهرنیانو پيل کړې او په دې سره افغانستان د یوې نوې لوبې ډګر ګرځوي.په داسې حال کې چې د اوسنۍ ولسي جرګې د کاري دورې پای ته رسېدو ته کابو یوه میاشت وخت پاتې دی.د افغانستان د اساسي قانون دري اتیایمه ماده حکم کوي چې د ولسي د کار نېټه د پنځم کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه د انتخاباتو له نتیجې وروسته پای ته رسېږي او نوې شورا پر کار پیل کوي.