مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-14   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشرغني: پر جوماتونو برید کوونکي په ښکاره د اسلام دښمنان دي

احمد فیصل
ولسمشر محمد اشرف غني پر جوماتونو او دیني عالمانو بریدګر د اسلام ښکار دښمنان وبلل. له ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې پر یو جومات د وسله والو پرونی برید په کلکه غندلی دی. تېره ورځ یوې ډلې وسله والو په لښکرګاه ښار کې پر یوه جومات برید وکړ، چې له امله یې ۱۰ تنه و وژل شول او همدومره نور ټپیان شول. دغه برید هغه مهال ترسره شو، چې د هلمند ولایت دیني عالمانو په یاد جامع جومات کې ناسته درلوده. د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې په باور ولسمشر غني، دیني عالمان د سولې او ورورولۍ پیغام راوړونکي بولي او پرې برید کوونکي یې د اسلام ښکاره دښمنان بللي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery