دخپریدو نیټه : 2015-05-14 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د داعش ډلې مرستیال د عراق په شمال کې وژل شوی
احمد فیصل
د عراق د دفاع وزارت وايي د داعش ډلې مرستیال مشر عبدالرحمان مصطفی محمد د عراق په شمال کې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی. د دغه وزارت ویاند برید جنرال تحسین ابراهیم ویلي نوموړی چې د ابو علا العفري په نامه هم پېژندل کېده د تلعفر سیمې په هغه جومات کې موجود و چې د ایتلاف په هوايي برید کې په نښه شو. ښاغلي ابراهیم زیاته کړه په هوايي برید کې لسګونه نور هغه اورپکي هم ووژل شول چې له العفري سره یې په دغه جومات کې غونډه درلوده. په وروستیو اوونیو کې داسې نا تاید شوي راپورونه وو چې العفري په موقتي ډول د اسلامي دولت ډلې د عملیاتو مشري په غاړه اخیستې ده.