دخپریدو نیټه : 2015-05-14 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په کابل کې پر یوه مېلمستون د برید له امله ۵ تنه وژل شوي
احمد فیصل
چارواکي وايي په کابل کې پر یوه مېلمستون په وسله وال برید کې پنځه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي. د کابل امنیه قوماندان ویلي چې برید کوونکي وژل شوي او برید پای ته رسېدلی دی. امنیه قوماندان ویلي په وژل شویو کې بهرنیان هم شامل دي. په کابل کې د امریکا سفارت منلې چې یو امریکایی وګړی هم وژل شوی. د هند سفیر هم په وژل شویو کې د خپل هېواد د اتباعو شتون تایید کړی دی. وسله والو ځانمرګو کسانو تېره ماخستن په کلوله پشته کې د پارک پلس په نوم پر یوه مېلمستون برید وکړ چې د شپې تر ناوخته یې دوام درلود. ویل کېږي د برید پر مهال په دغه مېلمستون کې د یوه کنسرت لپاره چمتوالی روان و او په دغه کنسرت کې ګڼو بهرنیو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.