دخپریدو نیټه : 2015-05-15 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د يو،ان،ايچ،سي،آردبلوچستان مسؤل دنوي سرانان دپنډغالي څخه ليدنه وکړه
حکيمي
نن په بلوچستان کې د يو،ان،ايچ،سي،آرد څانګې مشرفبيولي،زبيرخان،محمدعلي،واجد،جلال خان کاکړ،ډاکټربدرمنير
دکوچنيانودساتنې اوروزنې د ادارې مسؤل هارون الرشيدکاسی،استادعبدالغفارخان، د دانش پروډکشن استازی بخت جمال کاکړ،د ويس د ادارې استازی رافع خان، د ټي،کې،ايف مسؤل اميرحيدر اودافغان کميشنريټ له طرفه کلرک عبدالله جان
د نوي سرانان د پنډغالې دستونزو د اوريدلولپاره د نوي سرانانوڅخه ليدنه وکړه.
په لومړي سرکي د دولسم نمبرښوونځي وروسته دڅورلسم نمبرښوونځي،دکمپيوټرليب سنټراوديارلسم نمبرښوونځي(ابومسلم خراساني عالي ليسه)څخه ليدنه وسوه.
ديادوښوونځيوستونزي يې په خپلوسترګو وليدي.ددي ليدنې څخه وروسته دياد پنډغالي قومي مشرانانو،سرښوونکواو ځينو ښوونکوسره يې اوږده ناسته وکړه.
چي په لومړي سر کې د يو،ان،ايچ،سي،آرخپله پاليسي دکډوالو په اړوند د ۲۰۱۵م کال په خيبرپښتونخواکې پرښوونځي دبريد او دپاکستان دحکومت دريځ دکډوالو په اړوند بيان کړ.
چي وروسته بيادکډوالواستازو:لعل محمد،حاجي مستوخان،محمدنعيم وفا،استادګلرنګ جان،حاجي دوران،اخترمحمدباوري
او په بلوچستان کې دافغان کډوالود ځوانانواوښوونکودټولني مشرظاهرپښتون دياد پنډغالي اوعمومآد ټولوکډوالوپرستونزو
خصوصآ تعليم (زده کړې)،روغتيا(صحت)،اوبواود پي،او،آرکارډونو پرستونزو وږغيدل.
چې هريوه ديادو اداروخصوصآ د يو،ان،ايچ،سي،آراو دکوچنيانودساتنې اوروزنې د ادارو پرنه ستړي کيدونکوهڅو
مننه وکړه اودستونزوپه حل کې يې د ټولو اداروڅخه جدي هيله وکړه.
چي په يادو ويناوالوکې ظاهرپښتون وويل:د ټولو ادارومنندوی يو خويوه جدي هيله اوغوښتنه لرو چې اوس يووشتمه پېړۍ
ده او دا پېړۍ دعلم اوپرمختګ ده.
زموږپه ټولوپنډغالوکې بايد د زده کړې اسانتياوې زياتي اوهغوغريبوماشومانوته چې په بټيوکې خښتي وهي د زده کړي
زمينه برابره سي.
د زده کوونکو لپاره بايد د حرفوي زده کړو پروګرامونه پيل سي، يو،ان،ايچ،سي،آربايد د دوولسم ټولګيوفارغينوته
سکالرشيبونه ورکړي او په ټولوپنډغالوکې په هغولويو ښوونځيوکې چې زيات شميرزده کوونکې ولري کمپيوټرليبونه بايد
ورته جوړسي.
ځکه چې علم ديوې ټولنې لپاره د ستون فقراط حيثيت لري.اوزموږ دافغانانو سوکالي او آرامي هم په علم پورې ټړلې ده).
خودټولو ويناوالودخبرو وروسته خپله فبيولې د کډوالود بياستنيدوپه اړوند وږغيد اوزياته يې کړه چي ستاسې د بياستنيدو موضوع دپاکستان په حکومت پورې تړاو لرې.
چي ديادي ناستې څخه يې وروسته د نوي سرانان د روغتون(بي،ايچ،يو) څخه هم لنډه ليدنه وکړه اوبيرته خپل د دفترپه لورخوځيدل.