دخپریدو نیټه : 2015-05-16 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
دولت وزیري: ولسمشر د هېواد له امنیتي چارواکو سره په منظم ډول په تماس کې دی
احمد فیصل
ولسمشراشرف غني پرون د هېواد په شمال کې د پوځ او پولیسو له مسولو چارواکو سره په ویډیو کنفرانس خبرې وکړې. د جمهوري ریاست د رسمي ویبپاڼې د خبرله مخې ولسمشر غني د توحید په نوم د اعلی سرقوماندانۍ د سوق او ادارې له مرکزه په کندز، بدخشان، بغلان او تخار ولایتونوکې د شاهین او ظفر قول اردوګانو له قوماندانانو او نورو امنیتي چارواکو سره د امنیتي حالت په اړه خبرې وکړې.د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري رسنیوته وویل، چې ولسمشرد هېواد له امنیتي چارواکو سره په منظم ډول په تماس کې دی کندز، بدخشان او بغلان د هېواد د شمال ختیځ درې ولایتونه دي چې په تېروڅو اونیو کې وسله والو مخالفینو پراخې حملې په کې وکړې.