دخپریدو نیټه : 2015-05-16 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
انډین اکسپرېس: هند باید په افغانستان کې د خپلو وګړو امنیت ته جدي پام وکړي
احمد فیصل
انډین اکسپرېس ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې ویلي که هغه راپور سم وي چې په کابل کې د پارک پلس په هوټل کې چې وسله والو ورباندې برید وکړ او د څلورو هندیانو په ګډون ۱۴ تنه په کې ووژل شول د هند سفیر په یوه محفل کې د ګډون هوډ درلود، دغه برید پر هندیان برید بلل کېدای شي. ورځپاڼې په افغانستان کې پر هندي وګړو پخوانیو بریدونو په اشارې ویلي چې طالبان په اسانۍ پر هندي وګړو برید کولی شي. سرچینې ویلي چې د دغه کار یو لامل له ګڼې ګوڼې په ډکو او داسې سیمو کې د هندي دفاترو شتون دی چې امنیت خوندي نه دی. ورځپانې د هند پر حکومت غږ کړی چې د هندي دفترونو ټولې امنیتي اړتیاوې و ارزوي او د خوندیتوب لپاره یې جدي اقدام وکړي.