دخپریدو نیټه : 2015-05-16 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
مستغني: د کراچۍ ښار په وروستۍ حمله کې د افغانستان له خاورې کار نه دی اخیستل شوی
احمد فیصل
د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د کراچۍ ښار په وروستۍ حمله کې د افغانستان له خاورې د کار اخیستلو ادعا رد کړه. د چهارشنبې په ورخ د کراچۍ په چورنګي سیمه کې د اسماعلیه فرقې د پیروانو پر یوه بس وسله والو کسانو برید وکړ او ۴۳ تنه یې ووژل. وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وویل، چې د هند استخباراتي ادره “را” په پاکستان کې په تروریستي فعاليتونو کې لاس لري او د افغانستان له خاورې د پاکستان پرضد کاروي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني د پاکستان د دې ادعا په رد سره وايي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت په خپله داسي هیواد دی چې له کلونو راهیسي یې د نړیوال تروریزم زیانونه لیدلي. ده ویلي همدا اوس هم تروریزم او افراطیت هره ورځ له افغانانو قربانۍ اخلي. مستغني زیاته کړې چې افغانستان د تروریزم د لوی قرباني په توګه له تروریزم سره په صادقانه او غوڅه مبارزه کې د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره همکار دی.