مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-16   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

وسله والو طالبانو په پکتیا کې لسګونه مسافر تښتولي

احمد فیصل
ځايي چارواکي وايي چې وسلوالو طالبانو د پکتيا ولايت د سيد کرم په ولسوالۍ کې لسګونه مسافر برمته کړي دي . ددې ولايت سيمه يييز خلک او بېلابېلې سرچينې وايي ،چې وسلوالو طالبانو د غويي په ٢٦مه، د سهار په شاوخوا شپږو بجو د يادې ولسوالۍ په بډم کنده سيمه کې عمليات کړي او دغه مسافر يې له ځان سره وړي دي . د پکتيا ولايتي شورا منشي محمد الرحمن قادري وايي چې نن سهار سلګونه وسلوال په ياده سيمه کې لوريې لارې ته راوتلي وو او موټر يې تالاشي کول. هغه زياته کړه، دغه تالاشۍ چې څو ساعته يې دوام وکړ، وسلوالو د شاوخوا ٣٠ موټرو لسګونه مسافر له ځانه سره وړي دي او برخليک يې نه دى معلوم. قادري وويل چې په سيمه کې اوس هم حالات کړکېچن دي او دولتي امنيتي چارواکو په مناسب وخت کې اقدام نه دی کړی. عیني شاهدان وايي، چې سهار وخته سلګونه وسلوال په لويه لاره کې ولاړ وو او دموټرو منظمه تالاشي يې کوله. د هغه په وينا، وسلوالو تر دې تالاشۍ وروسته لسګونه کسان له ځانه سره بوولي دي. دى وايي، کله چې وسلوال ولاړل، نو څو ساعته وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته راورسېدل. له بلې خوا دپکتيا امنيه قومندان پاسوال زلمی اورياخيل هم داپېښه مني او وايي ، چې وسلوالو طالبانو يو شمېر مسافر برمته کړي دي . نوموړی وايي اوس مهال په سيمه کې د ټولو امنيتي ځواکونو له خوا عمليات روان دي او وروسته به معلومه شي، چې حالات کومې خواته ځي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery