دخپریدو نیټه : 2015-05-16 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د امریکا ځانګړو ځواکونو په سوریه کې د داعش ډلې یو مشر وژلی
احمد فیصل
پېنټاګون وايي د امريکا ځانګړو ځواکونو په سوريه کې د داعش ډلې يو مشر وژلی او مېرمن يې نېولې ده. د امريکا د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې ابو سياف د داعش د تېلو، ګازو او مالي چارې سمبالولې او پوځي رتبه يې هم لرله. ابو سياف د ال عمر په عملياتو کې، چې د ولسمشر بارک اوباما په اجازه په سوریه کې د امريکايي عسکرو له خوا ترسره شوي، وژل شوی دی. سپينه ماڼۍ وايي په دې عملياتو کې امريکايي ځواکونو ته کوم زيان نه دی رسېدلی.