مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-17   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

پوليسو يو ټکسي چلوونکى په ډزو سره وواژه.

لودين
د کندهار ښار د لومړى امنيتي حوزي اړوند د شهيدانو او مدد څلور لاري ترمنځ يو تن ټکسي چلوونکى د پوليسو په ډزو کې ووژل سو. دا پېښه نن اته بجي او شل دقيقي هله وسوه کله چې د پوليسو له لوري ټکسي چلوونکي ته د دريدو امر وسو ولي ټکسي چلوونکي سرغړونه وکړه. د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې چې د تلاښۍ د پوليس له لوري پري ډز سوى دى او پر مهال يې موټر چلوونکى لومړى سخت ټپي او وروسته يې په روغتون کي ساه ورکړي ده. نوموړى وايې چې ددي پېښي په اړه پلټني پيل سوي او ډزي کوونکى پوليس نيول سوى دى.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery