دخپریدو نیټه : 2015-05-18 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
تازه خبر : په کندهار ښار کې څانمرګی بريد وسو .
لودين
په کندهار ښار کې ځانمرګي بريد څه کم لس تنه ټپيان کړل .
بريد نن غرمه مهال د کندهار ښار سردار مدد خان څلور لاري ته نژدې وسو .
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د پيښي پخلی کوی او وايې چې په پيښه کې يو شمير کسان ټپيان سوي دي خو نور جزيات وروسته وړاندي کوي ، خو يوه امنتي سرچينه وايې چې د بريد هدف د ولايت مقام د ساتونکو پوليسو قوماندان عصمت افغان وو او هغه ټپي سوی هم دی .
روغتون ته تر دې مهاله اووه تنه ټپيان ور وړل سوي دي .
نور وروسته