دخپریدو نیټه : 2015-05-22 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په سعودې کې د برید پړه داعش پر غاړه اخیستې
احمد فیصل
د سعودي عربستان په ختیځ ولایت قطیف کې د شیعه مسلمانو پر جومات د برید پړه داعش پر غاړه اخیستې ده. په دغه برید کې چې پرون وشو ۲۱ تنه ووژل شول. دا لومړی ځل دی چې داعش په رسمي ډول په سعودي عربستان کې د دغه ډول یوه برید پړه پر غاړه اخلي.