مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-22   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

افغان سوداګر؛ د اوولسو تنو ژوند وژغوره

 

اوولس تنه په زړه سوري افغان ماشومان چي د مرګوني ګواښ سره مخ ول، د یوه ملي سوداګر په مالي مرسته یې درملنه وسوه.

 

د افغاني سرې میاشتي ټولني د روغتیايي څانګي له لاري دغه ماشومان د هندوستان مشهورو روغتونونو فورټیس او مکس ته وړل سوي ول چي د عملیاتو تر مثبتو نتیجو وروسته بیرته هیواد ته راستانه سوي دي.

 

د سرې میاشتي د مشرې مېرمن فاطمې ګیلاني په خبره؛ ددغي پروسي ټول لګښتونه افغان ملي سوداګر حاجي حکمت الله ښادمن پرغاړه اخیستي دي او د نوموړي دغه ستر خیریه ګام ستایي.

 

تداوي سوي ماشومان چي عمرونه یې تر دیارلسو کلونو ټیټ دي، د ننګرهار، بغلان، کونړ، بامیان، کندوز، لغمان، تخار، کندهار، سمنګان، غزني، لوګر، خوست او کابل اوسېدونکي دي.

 

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چي ډېر په زړه سوري ماشومان پکي زېږي. سره میاشت هرکال لسګونه په دغه ناروغي اخته ماشومان د درملني په موخه بهر ته لېږي. دا مهال شپږ زره تنه نور د مالي سرچینو د کمښت له امله  درملني ته انتظار کوي.

 

باید یادونه وسي چي  حاجي حکمت الله ښادمن تر دې وړاندي، دې ته ورته لسګونه نوري خیریه هڅي کړيدي او د افغانستان تر بېوزلۍ لاندي ډېری وګړي د خپلو شتمنو څخه د لاسنیوي هیله لري.

 

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery