دخپریدو نیټه : 2015-05-23 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په غزني کې د ماین چاودنې د یوې کورني ۴ غړي وژلي
احمد فیصل
د غزني په ګېلان ولسوالۍ کې د ماین چاودنې د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي. د غزني د سرپرست والي ویاند شفیق ننګ وايي دا چاودنه پرون ماښام د یادې ولسوالۍ د ابوجان په کلي کې شوې ده. ننګ وايي په چاودنه کې یو کس، مېرمن یې او دوه زامن یې وژل شوي دي.