دخپریدو نیټه : 2015-05-25 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
په زابل کې د ولايتي شورا پر ودانۍ ځانمرګی بريد وسو .
په زابل کې د مازدا موټر څخه په ګټي اخستني د ولايتي شورا پر ودانۍ ځانمرګی بريد وسو .
بريد نن يوولس بجې په مرکز کلات کې د ولايتي شورا د ودانۍ په دروازه کې تر سره سو .
عيني شاهدان وايې ، چې چاودنه خورا زوروره وه او زياتو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړول .
د زابل د والي وياند د بريد پخلی کوي او وايې چې تر دې مهاله پنځلس تنه ملکي وګړي ټپيان روغتون ته ور وړل سوي دي او کيدای سي د ټپيانو شمير نور هم زيات سي .
نوموړی وايې ، چې په پيښه کې څوک وژل سوي نه دي .
نور وروسته .