دخپریدو نیټه : 2015-05-25 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
د زابل ځانمرګي بريد د ولايتي شورا ۴ غړي او ۶۷ عام وګړي ټپيان کړل .
لودين
د زابل د ځانمرګي بريد له امله د ولايتي شورا څلور غړي او ۶۷ تنه عام وګړي ټپيان سول .
بريد نن تر غرمې مخکي يوولس بجې د مازدا موټر څخه په ګټي اخستني د ولايتي شورا پر ودانۍ وسو .
د زابل د ولايتي شورا رييس عطاجان حق بيان وايې ، چې د بريد پر مهال د ولايتي شورا نوبتي غونډه روانه وه او لسګونه کسان د خپلو عريضو د وړاندي کولو دپاره د ولايتي شورا ودانۍ ته ورغلي وه .
نوموړی وايې په بريد کې د ولايتي شورا څلور غړي او ۶۷ تنه عام وګړي چې د شورا تر څنګ د يو شمير دولتي ادارو مراجعين وه ټپيان سوي دي ، چې ۱۷ تني يې ښځي دي .
د نوموړي په وينا چې د يو شمير ټپيان ټپونه ژور دي ، چې د درملني دپاره کندهار ته ليږل کيږي .
نوموړی وايې ، چې په سيمه کې د شورا ودانۍ او دولتي ادارو ودانيو ته هم سخت مالي زيانونه رسيدلي دي .
د زابل ولايت امنيه قومندان مل پاسوال ميرويس نورزى هم د پيښي پخلی کوي او وايې ، چې بريد د مازدا موټر څخه په ګټي اخستني سوی دی .
د بريد مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی او نه يې هم وسله والو طالبانو په اړه څه ويلي دي .