دخپریدو نیټه : 2015-05-25 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
تازه خبر : دوه وسله وال د ښار په منځ کې پر پوليسو ډزي کوي .
لودين
د کندهار ښار په څلورمه امنتي حوزه کې د کابل دروازې په سيمه کې دوه وسله وال يوي وداني ته ختلي دي او پر پوليسو ډزي کوي
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې ، چې بريدګر بېله هدفه ډزي کوي او تر دې مهاله يو پوليس سطحي ټپي سوی دی .
عيني شاهدان وايې ، چې سيمه د پوليسو له لوري کلابنده ده .
وسله وال طالبان وايې ، چې بريدونه دوی پيل کړي او هدف يې په سيمه کې ميشت پوليس دي .
وروستي جزيات وروسته .