دخپریدو نیټه : 2015-05-29 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
اڅکزی: پاکستان د یو شمېر پښتنو پېژند پاڼې بلاک کړې دي
احمد فیصل
د خیبر پښتونخوا او بلوچستان حکومتونو شاوخوا یو لک کسان چې اټکل کېږي افغانان دي پردي اعلان کړل. د پاکستان د نفوسو د ثبت اداره وايي د دوی په څېړنو کې څرګنده شوه چې دغو کسانو د پاکستان جعلي پېژندپاڼې ترلاسه کړې دي. دې ادارې له څو میاشتو راهیسې د هغو بهرنیانو په اړه پلټنې کولې چې د پاکستان تذکرې یې اخیستې دي. د پښتنو د عوامي نشنل ګوند مشر محمود خان اڅکزي د حکومت دغه ګام غندلی او ویلي یې دي چې د پښتنو پېژندپاڼې یې بلاک کړې دي.