مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-05-31   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

هلمند کي د تنباکو د نه کارولو نړيواله ورځ

راحیله جواد
د تنباکو د نه کارولو نړيواله ورځ
د می د مياشتي ۳۱ نېټه د تنباکو د نه کارولو نړيواله ورځ ده، دا ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کي لمانځل کېږي او خلک د تنباکو او نورو نشه يي توکو د مخنيوي لپآره هڅوي. په هلمند کي د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز د يوې اعلامې په ترڅ کي پداسي حال کي ددې ورځي لمانځنه کوي چي په هلمند کي تر سلو زرو زيات معتاده کسان سته، په هلمند کي د اعتياد اندازه ورځ تر بلي زياتيږي، د نشه يي توکو کر کېله او قاچاق د معتادينو د زياتوالي لامل سوي دي.
هلمند د افغانستان هغه ولايت دی چي د مساحت له مخي پراخه دی او د زياترو کروندګرو کرکېله تارياک او بنګ دي، دوی خپل عايد د همدې کښت څخه په لاس راوړي، په افغانستان کي تر ټولو زيات تارياک د هلمند څخه توليديږي او نړيوال مارکيټ هم د هلمند په تارياکو چاغ دی، پداسي حال کي چي ددې تارياکو ګټه د هلمند کروندګرو ته کمه خو نړيالو قاچاقبرانو ته زياته رسيږي.
که چيري په هلمند کي دولت ددې کښت د مخنيوي لپاره منظم پلان جوړ کړي او د دې کښت بديل وړاندي کړي، په ډېري اسانۍ سره يې مخه نيول کېږي. د هلمند خلک اوس بيخي له مجبورۍ دا کښت کري. دولت له يوې خوا مناسب خدمات ندي وړاندي کړي او له بلي خوا د ولس غوښتنو ته مناسب پلانونه نلري.
د يادولو وړ ده چي د نشه يي توکو کرکېله د دولت د مخالفينو په ګټه هم کارول کېږي، د دولت مخالفين د خپلو مالي منابعو په توګه همدا کښت کاروي. په هلمند کي مدني فعالان د دولت څخه غوښتنه کوي چي ددې کښت د مخنيوي لپاره تلپاتي پلانونه په کار واچوي او معتادينو ته د تداوۍ لپاره کلينيکونه جوړ کړي، تر څو د اعتياد مخه ونيول سي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery