دخپریدو نیټه : 2015-06-01 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په افغانستان کې د امریکا د پوځ یو ډلګۍ مشر پر بډې اخیستو تورن شوی دی
احمد فیصل
د امریکا د پوځي څارنوالۍ چارواکو ویلي پر ۴۳ کلن رومیرو پېنا تور دی په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې یې له افغان قراردادیانو یو لک ډالر او یو رولکس ساعت د رشوت په توګه اخیستي دي. په خپرو شویو اسنادو کې ویل شوي چې د نوموړي قوماندان هم تېر کال د دوه نیم لکه ډالره رشوت اخیستو په تور پر ۴۱ میاشتې بند محکوم شوی و. سرچینه وايي چې دوی دواړو په بګرام کې د بشري مرستو د مرکز لپاره له افغانانو سره د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۱۷ قراردادونه کړي وو.