دخپریدو نیټه : 2015-06-01 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
سرداراویس لغاري: پاکستان باید د طالبانو او حقاني شبکې مشران افغانستان ته وسپاري
احمد فیصل
د پاکستان د ملي اسمبلۍ د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر وايي، هیواد یې باید د افغان طالبانو او حقاني شبکې مشران د افغانستان حکومت ته وسپاري. سرداراویس لغاري خبریالانو ته ویلي چې پاکستان باید د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره د حقاني شبکې او طالبانو غړي کابل ته وسپاري. ده ویلي:«که د حقاني شبکې یا افغان طالبانو د غړیو سپارل د سولې له پروسې سره مرسته کوي، موږ باید په دې کې کومه ستونزه ونه لرو.» لغاري د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دې اړه معلومات نه لري چې د طالبانو او حقاني شبکې غړي د پاکستان په توقیف کې شته او که نه، خو ویې ویل:«که دوی په پاکستان کې وي، موږ یې باید کابل ته تسلیم کړو ځکه چې د دواړو هیوادونو هدف د سولې راوستل دي.»