مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-02   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

روزګان:د دهراود ولسوالي له محاصري خلاصه سوه.

لودين
سيمه ايز چارواکي خبر ورکوي ، چي د اروزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کې هغه وسله وال طالبان پر شا تمبول سوي دي چې څو ورځي وړاندي يې پر دغه ولسوالۍ حمله کړي وه او دا ولسوالي يې محاصره کړي وه. د اروزګان د سرپرست والي وياند دوست محمد ناياب وايې چې د تېري جمعي ورځي را په دي خوا د دهراود په ولسوالۍ کې د ګڼ شمېر وسله والو په وړاندي عمليات پيل سول او تر دي مهاله يې پرمختګ کړى دى. نوموړى وايې چې د تېري جمعي ورځي را په دي خوا يو شمېر هغه امنيتي پوستي له وسله والو نيول سوي دي چې امنيتي سرتېرو ور پريِښي وي. هغه وايې چې د جمعي ورځي را په دي خوا شاوخوا شپيتو تنو وسله والو مخالفينو او همدا راز اوو تنو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتي. ناياب وايې چې په اروزګان کي د وسله والو طالبانو په وړاندي د کندهار د امنيي قومندان لوى پاسوال عبدالرازق عملياتي پلان په ښه ډول پر مخ ځي او زياتوي چې اوس مهال هم د خاص اروزګان، چارچينو او ګيزاب لاري د مرکز سره تړلي پاته دي. نوموړي د يو شمير رسنيو هغه راپورونه رد کړل ، چي ويلي دي په چهارچينو ولسوالۍ کي لس پوليس وسله والو طالبانو ته تسليم سوي دي او د ولسوالۍ امنيه قوماندان هم د وسله والو طالبانو سره د اړيکو په تور له دندي ليري سوی دی .. ها خوا بيا وسله والو طالبانو په خپل وروستي ټليفوني پيغام کي ادعا کړي چې په دهراود کې د جګړي پر مهال يو ګڼ شمېر سرتېري ور تسليم سوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery