دخپریدو نیټه : 2015-06-02 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
د کندهار په غورک ولسوالۍ کي اوس هم جګړه دوام لري .
لودين
د کندهار په غورک ولسوالۍ کي د تيرو دوو ورځو راهيسي پيل سوې جګړه لا دوام لري او وسله وال طالبان د خپلو لاسته راوړنو ادعا کوي .
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايې ، چي د افغان امنتي ځواکونو پر امنتي پوستو يي دوامداره بريدونه دوام او تر دې مهاله يې پنځه امنتي پوستي نيولي او شپږ پوليس يي وژلي دي ، نوموړی ادعا کوي چې ګڼي وسلې او مهمات هم د دوی د جنګياليو لاس ته ورغلي دي .
د غورک ولسوال له خبرو کولو ډډه کوي او وايي چي د کندهار د ولايت مقام له لوري د رسنيو سره له خبرو کولو منعه سوی دی .
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک په غورک کي د جګړې د دوام پخلی کوي خو د وسله والو طالبانو کړي ادعا بې بنسټه بولي .
نوموړی وايې ، چي هلته د وسله والو په وړاندي عمليات پيل سوي دي او تر دې مهاله لسګونه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو دولتي لوري ته زيان په کلکه ردوي .