دخپریدو نیټه : 2015-06-02 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د نشه يي توکو ۲۰۰ پلورونکي ونیول شول
احمد فیصل
د افغانستان د کورنیوچارو وزارت وايي، په کابل ښار کې يې له دوو اونیو راهیسی، د مخدرو موادو څه کم دوه سوه خرڅوونکې نیولي چې په دوې کې د دې موادو دوه لوی قاچاق کوونکې هم شامل دي. د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل، د نن ورځې (سې شنبه) په عملیاتو کې په کابل کې د دې موادو، دوه لوی قاچاق کوونکي هم نیول شوي چې نومونه به په نږدې ورځو کې اعلان شي. د ملګروملتونو یوه سروې وايي چې په افغانستان کې د مخدروموادو د روږدو شمېر چې ښځې او ماشومان هم په کې دي، له یو میلیون څخه اوښتی دی.