دخپریدو نیټه : 2015-06-03 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په بهرنیو چارو وزارت کې د یپلومات په ټاکلو کې تر لیاقت واسطه ډیر رول لري
احمد فیصل
له فساد سره د مبارزې د څار او ارزونې خپلواکه کمېټه وايي چې د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې د دیپلومات په توګه په ټاکلو کې واسطه، خپلوي او رشوت اساسي رول لري. دې کمېټې په یوه راپور کې ویلي، د دیپلوماتانو په غوره کولو کې خپلوي او واسطه تر لیاقت زیات رول لري. د کمېټې اجراییه رييس احمد راشید بهروز ویلي دا مسله د ټولو افغانانو په وړاندې د مساوات د رعایتولو او ورته په یوه سترګه کتلو قانوني حق زیانمنوي. بهروز وايي، چارواکي او هغه کسان چې زور لري، غوره ګڼي چې خپل – خپلوان وګوماري. د بهروز په وینا، تېر کال ۴۸ کاندیدان په ازموینو کې بریالي شول، خو یو هم په دې خاطر مقرر نه شو چې د دوی پر ځای د چارواکو هغه خپلوان، چې په ازموینه کې یې برخه نه وه اخیستې، وګومارل شول. ده دا هم وویل چې د بهرنیو چارو وزارت په لسګونو کارکوونکي چې کله بهر ته په سفارت یا کونسلګرۍ کې کار کولو ته واستول شي، بېرته نه راځي.