دخپریدو نیټه : 2015-06-04 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د نصرت جبهې مشر له ایران سره خپله دښمني اعلان کړه
احمد فیصل
د نصرت جبهې مشر ابو محمد الجولانی، وايي ایران ،چې د سوريې له ولسمشر بشارالاسد نه دفاع کوي د دې ډلې دښمن دی او د ده په خبره خپل جنګیالي د جهادي ډلو پر وړاندي جنګوي. د نصرت جبهې مشر له الجزیره ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي ،چې ایران خپل نظامي مشاورین سوریې ته لیږلي او دوی به په سوریه کې له هغو ډلو سره کلکه مبارزه وکړي ،چې ایران یې ملاتړ کوي