دخپریدو نیټه : 2015-06-05 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
نعیم زوی: په خوست کې د بې پیلوټه الوتکې په پروني برید کې ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي
احمد فیصل
د خوست په علي شېرو ولسوالۍ کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي. د ولسي جرګې د قومونو او قبایلو د کمېسیون ریس حیدر جان نعیم زوی وايي برید جنازې ته پر روانو دوو موټرو شوی دی. دی وايي په دغه برید کې چې پرون غرمه ۱۲ بجې د یادې ولسوالۍ د بټۍ په سیمه کې وشو ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي. نعیمزوی وايي په وژل شویو کې د دوو کورنیو پنځه پنځه تنه وژل شوي دي. دی وايي چې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي او قومي سپینږيري دي. تر دې مخکې ادعا شوې وه چې په برید کې وسله وال طالبان وژل شوي دي.