دخپریدو نیټه : 2015-06-06 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
کندهار : په شاوليکوټ ولسوالۍ کي چاودني شپږ تنه ووژل .
لودين
د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کي بمي چاودني د يوې کورنۍ څلور ښځي او دوه نارينه ووژل .
چاودنه چي د سړک د غاړي ماين وو چي تير مازيګر پنځه بجې د دې ولسوالۍ د تغروک په سيمه کي د ملکي وګړو پر بايفور موټر سوې ده .
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې چي په پيښه کې څلور ښځي او دوه نارينه چې د يوې کورنۍ غړي وه او د کندهار ښار څخه خپل کور ته په لاره وه وژل سوي دي .