مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-06   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

په ارزګان کي بمي چاودني شپږ ملکي وګړي ووژل .

لودين
د اروزګان ولايت د دهراود ولسوالۍ په زرتالي دښته کي د ملکي کسانو پر موټر چاودنه سوي ده. نن غرمه دولس بجي او شل دقيقي د اروزګان ولايت د دهراود ولسوالۍ په زرتالي دښته کي د ملکي کسانو پر موټر چاودنه سوي ده. د اروزګان د سرپرست والي وياند دوست محمد ناياب وايې چي په دي رامنځته سوي پېښه کې شپږ تنه ولسي وګړي وژل سوي دي او دوه تنه نور يې ټپيان سوي دي. هغه وايې چې په وژل سويو کې پنځه يې نارينه او يوه ميرمن ده او په ټپيانو کې يو کوچنى او يو نارينه دى. نوموړي وويل چې دغه سراچه موټر د دهراود ولسوالۍ څخه د مرکز ترينکوټ پر لوري روان وو چې د دولت د وسله والو مخالفينو پر ښخ سوي ماين ور برابر سو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery