دخپریدو نیټه : 2015-06-07 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
پرې سوی لين پيوند او په کابل د بريښنا غوښتلو لاريون وسو .
لودين
تر څلور ورځني ځنډ وروسته يو ځل بيا د کندهار او کجکي ترمنځ د بريښنا پرې سوي لينونه وتړل سول او بل خوا په کابل کي د کندهار د برېښنا په اړه لاريون وسو.
له کجکي څخه کندهار ته د برېښنا غځېدلي لاينونه چي څو ورځي مخکي پرې سوي وه، نن بيرته پيوند سول.
د برېښنا رياست تجارتي مرستيال امان الله ايوب فاروقي وايي، چي څلور ورځي مخکي د هلمند د ( ګرماو او سروان کلا ) تر منځ سيمه کي د برېښنا لاينونه لس ځايه شکېدلي وه، او يوه د برق پايه هم چپه سوي وه، چي له امله يې پر ټول کندهار برېښنا قطع سوې وه.
فاروقي وويل، چي نن يې د سيمي د خلګو په مرسته لينونه پيوند کړل او کندهار ته برېښنا جاري سوه.
فاروقي وايي، په سيمه کي جګړه روانه وه نو ځکه د لين ترميم څلور ورځي وخت ونيوئ. د هغه په خبره په مځکه کي ښخ سوي ماينونه هم د دوی د کارونو د ځند يو مهم لامل وو.
بلخوا په کابل کي د کندهار ميشتو اوسيدونکو د يوه لاريون پر مهال له مرکزي ادارې وغوښتل، چي د کندهار د بريښنا غم وخوري.
د لاريون کوونکو شعار دا وو چي د کندهاريانو له پاره نور په تيارو کي د اوسيدو حوصله نسته او موږ د کندهار لپاره برق غواړو.
په دغه لاريون کي د کندهار د يو شمير اوسيدونکو تر څنګ د کندهار مدني فعالانو، د ولايتي شورا غړي سيد احمد سېلاب او عامو هيوادوالو برخه اخيستي وه.
د کندهار د ولايتي شورا وکيل سيداحمد سيلاب خبريالانو ته وويل چي دا لاريون به تر هغو دوام ولري چي د کندهار بريښنا ته اساسي حل را ايستل سوی نه وي او په تيرو ديارلس کلونو کي چي د بريښنا په نامه خلګو پيسي مصرف کړي وي د هغو حساب دوي ته ورکول سوي نه وي.
د کندهار د بريښنا ستونزه يوه حياتي ستونزه ده چي د تيرو ۱۳ کلنو راهيسي نه يوازي چي حل سوي نه ده بلکه نوره هم ډيره سوې ده
دا مهال چي په کندهار کي هوا هم ګرمه ده بريښنا کمزورې ده او د تيري اونۍ راهيسي پر کندهار بريښنا قطعه وه .