دخپریدو نیټه : 2015-06-07 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ولسمشر غني د سارک سازمان له پلاوي سره کتلي
احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني د سوېلي اسيا د سيمه ييزو همکاريو سازمان یا (سارک) له پلاوي سره په ناسته کې ويلي چې لرغوني اثار د افغانستان د تاريخ برخه ده او خلک ورباندې وياړي. د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي ولسمشر په دغه ناسته کې افغانستان ته د سارک د پلاوي له راتلو او د دغه سازمان د فرهنګي مرکز په توګه د باميانو له ټاکنې مننه وکړه. ولسمشر اشرف غني د بودا د مجسمو نړول د هېواد پر تاريخي میراث د بريد په معنا وبلل، خو یادونه یې وکړه چې حکومت به یې د افغانستان تاريخي او د ګرځندوی مقام يو ځل بيا راژوندى کړي.