دخپریدو نیټه : 2015-06-08 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د خيبر ايجنسۍ قبايلي مشرانو له افغانستانه مرسته وغوښته
احمد فیصل
د خيبر ايجنسۍ يو شمېر قبايلي مشرانو د ننګرهار له والي سره په کتنه کې په ډاګه کړه چې د پرديو په لمسون د پولې دواړو غاړو قبايلي سيمو کې جنګونه روان دي.د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزی وايي د ډيورنډ پولې پورې غاړې خيبر ايجنسۍ يو شمېر قومي او قبايلي مشرانو د ننګرهار له والي سليم خان کندوزي سره وليدل.هغه زياته کړه چې د دې ليدنې پر مهال د ننګرهار د قومونو او قبايلو چارو رييس وجيح الرحمن او يو شمېر نورو چارواکو هم شتون درلود.له خيبر ايجنسۍ څخه د راغلو قومي او قبايلي مشرانو په استازولۍ عبدالصبور د خبرو پر مهال د ننګرهار له والي خوښي څرګنده کړه چې د کوزې پښتونخوا يا خيبر ايجنسۍ مشرانو ته يې د کتنې زمينه برابره کړه.