دخپریدو نیټه : 2015-06-08 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په جوزجان کې سېلاب څلور کسان وژلي
احمد فیصل
د جوزجان د مرستیال والي انجنیر عبدالرحمان محمودي وايي دغه کسان پرون داسې مهال و وژل شول چې په یوه مسافر وړونکي موټر کې د درزاب ولسوالۍ له یوه کلي څخه بل ته روان وو. محمودي ویلي چې سېلاب د یادې ولسوالۍ په اوو کلیو کې درانه زیاتونه اړولي او ددغو کلیو اوسېدونکي نورو سیمو ته تللي دي.