دخپریدو نیټه : 2015-06-08 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په فراه کې د سرحدي پولیسو یوه قوماندان خپل ۳ سرتېري وژلي
احمد فیصل
په فراه ولايت کې له ايران سره پر پوله د افغان سرحدي پوليسو د يوې پوستې قوماندان خپل درې سرتېري وژلي او وروسته له طالبانو سره يوځاى شوى دى. د فراه د جوين ولسوال غلام قادر اکبري وايي دا پېښه پرون له غرمې مخکې په شاوخوا نهو بجو د جوين ولسوالۍ اړوند په پشمکيه سيمه کې، چې له ايران سره پر ګډه پوله پرته ده، رامنځ ته شوې ده. ده زيات کړه، په ياده شوې د سرحدي پوليسو په پوسته کې شپږ تنه په دنده بوخت دي، چې دوه تنه يې په رخصت تللي او د همدې پوستې د قوماندان په ګډون څلور کسان په پوسته کې پاتې وو. ولسوال ویلي چې قوماندان د خپلو ملګرو ټولې وسلې هم له ځان سره وړې دي.