دخپریدو نیټه : 2015-06-09 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په بګرام هوایي ډګر کې د راکیټي برید له امله یوه امریکایۍ وژل شوې ده
احمد فیصل
پر بګرام هوايي ډګر په راکېټي برید کې یوه امریکایۍ وژل شوې او یو بل امریکایی ټپی شوی دی. د امریکا دفاع وزارت وايي چې په بګرام کې د دوی پر موټر راکېټ لګېدلی. د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې ۵۴ کلنې کیریس د دفاع وزارت د لوژیستیکي ادارې لپاره کار کاوه. د راپور له مخې ټپي شوی امریکایی د بګرام هوايي ډګر ملکي کارکوونکی و. ویل کېږي چې اوسمهال په بګرام کې ۱۶۳۰۰ امریکایان مېشت دي چې له دې ډلې ۵۰۰ یې ملکي کارکوونکي دي.