دخپریدو نیټه : 2015-06-10 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
امریکا په عراق کې نظامي روزنیز مرکز جوړوي
احمد فیصل
د امریکا ولسمشر بارک اوباما ظاهرآ عراق ته د سرتیرو د استول لپاره هوکړې ته چمتوالی نیسي چې دوی به د داعش پر وړاندې عراقي سرتیري روزي. د امریکايي چارواکو په وینا، شاوخوا د ۵۰۰ سرتیرو استولو سربیره د عراق په انبار ولایت کې د یوه نوي نظامي روزنیز مرکز پر جوړولو هم غور کوي. په تېرو ورځو کې بارک اوباما ویلي و، چې د داعش له منګولو د نیول شویو ځمکو د خوشي کولو لپاره له عراقي حکومت سره د مرستې کومه ځانګړې ستراتیژي نه لري. داعش ډلې د امریکا د هوايي بریدونو سربیره په عراق کې ډېرې سیمې تر خپل واک لاندې راوستي. د مې په میاشت کې داعش ډلې د عراق د مشهور ولایت انبار مرکز رمادي ونيوه، سربیره پر دې د سوريې تدمر او لرغونی پالمیرا ښار کنټرول هم ترلاسه کړه.