دخپریدو نیټه : 2015-06-10 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
جان سوپکو: د ملي وحدت حکومت د فساد د مخنیوي لپاره جدی دی
احمد فیصل
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرپلټونکی جان سوپکو وايي چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت د فساد پر خلاف جدي ګامونه اخیستي دي. سوپکو، چې له ډېرو کلونو راهیسې د امریکا له لوري په افغانستان کې د لګول شویو پیسو تفتیش کوي او تر اوسه پورې یې د میلیاردونو ډالرو د ضایع کېدو یا غلا کېدو په اړه راپورونه چمتو کړي دي، وايي، داسې ښکاري چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي ريیس عبدالله جدي کار کوي چې د پیسو مصرف په مستقیم ډول وڅاري، حال دا چې ډېر کلونه د لګول کېدونکو پیسو چا پوښتنه نه کوله. ده ویلي د افغانستان نوي حکومت د فساد پر وړاندې ښه ګامونه اخیستي دي.