دخپریدو نیټه : 2015-06-12 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ولسمشرغني له دیني عالمانو وغوښتل چې خلکو ته د سولې ښېګڼې بیان کړي
احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني د عالمانو شورا له غړو سره دلیدنې پر مهال له هغوی غوښتي چې خلکو ته د سولې د فضیلت او ارزښت په باب په دوامدار ډول پراخ معلومات ورکړي او د سولې په بهیرکې ګډون ته یې راوبولي. ولسمشر غني په دې لیدنه کې ټینګارکړی هر هغه څوک چې افغان دی او افغانستان مني د سولې د ټینګښت په موخه باید مذاکرې ته حاضر شي. په کتنه کې دغه راز ولسمشر غني ډاډ څرګند کړ چې د هېواد په لویو ښارونو کې د اقتصادي پروژو په پلې کېدو سره به افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.