دخپریدو نیټه : 2015-06-12 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
وال ستریټ ژورنال: ایران د داعش ځپلو لپاره افغان طالبانو ته پیسې ورکوي
احمد فیصل
د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې ایران د اسلامي دولت یا داعش د زیاتېدونکي نفوذ له وېرې په افغانستان کې له طالبانو سره همکاري زیاته کړې او دې ډلې ته وسلې او پیسې ورکوي. ایران په تېرو کلونو کې تر یوه حده د امریکا پر ضد د افغان طالبانو ملاتړ کاوه خو اوس چې یې په افغانستان کې د امریکا د حضور د دوام په اړه اندېښنه ختمه شوې، د داعش له زیاتېدونکي نفوذه اندېښمن دی. وال ستریټ ژورنال ورځپاڼه وايي چې ایران اوس افغان طالبانو ته د وسلو او پیسو ورکړه زیاته کړې ده. د طالبانو یوه قومندان عبدالله وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي:«ایران موږ ته هر څه چې اړتیا ورته ولرو، راکوي.» دغه قومندان چې ادعا کوي په ایران کې د بند په موده کې د دغه هیواد یوه استخباراتي مامور ورته وویل:«هر څومره پیسې چې ګټيې د هغو دوه هومره معاش به درکړو خو شرط دا دی چې له دوی سره به په افغانستان کې کار کوم.» عبدالله ادعا کوي چې ایران طالبانو ته د ۸۲ ملي متري هاوانونو، سپکو ماشینګڼو، کلاشینکوفونو، راکټونو، د سړک د غاړې په بمونو کې د کارېدونکو موادو په شان راز راز وسلې ورکوي. دی وايي چې دا وسلې د ایران او پاکستان له پولو افغانستان ته راوړل کېږي.