دخپریدو نیټه : 2015-06-13 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
انیسه رسولي د ستر محکمې د غړیتوب لپاره نومول شوې ده
احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د سترې محکمې د عالي شورا غړیتوب ته نومولې ده. رسنیو په ارګ کې د ځینو سرچینو له قوله ویلي چې انیسه رسولي د سترې محکمې د عالي شورا غړیتوب ته نومول شوې ده. ولسمشر د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ژمنه کړې وه چې ښځو ته په حکومت کې د نورې ونډې پر ورکړې سربېره به د سترې محکمې په عالي شورا کې هم یوه څوکۍ ورکوي.