دخپریدو نیټه : 2015-06-13 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ولسمشرغني: حکومت د ولسي جرګې ټاکنو د تر سره کیدو د نېټې ټاکلو ته ژمن دی
احمد فیصل
ولسمشر اشرف غني وايي د ولسي جرګې د برخلیک په اړه به د افغانستان د اساسي قانون پر اساس او د ملي اجماع په رڼا کې تصمیم ونیول شي. ارګ وايي چې ولسمشر پرون د ولسي جرګې د برخلیک او د ټاکنیز نظام د اصلاح په اړه د بېلابېلو اقشارو او بنسټونو له استازو سره مشورتې غونډې وکړې. ولسمشر غني په دې مشورتي غونډو کې ویلي چې حکومت د ولسي جرګې د ټاکنو د ترسره کېدو د نېټې ټاکلو ته ژمن دی، خو له هغې وړاندې باید د امنیتي، تخنیکي او سیاسي چارو لپاره اجماع رامنځته شي. ولسمشر څرګنده کړې چې د ټاکنو د تمویل لپاره د مالي سرچینو پیدا کول د دولت مسوولیت دی او موږ به له ټولو هغو لارو چارو څخه کار واخلو چې انتخابات په شفاف ډول ترسره شي. ده ویلي چې د قانون تفسیر د سترې محکمې دنده ده او دا موضوع به سترې محکمې ته راجع شي.