مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-06-14   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د ډاکټر عبدالرازق پالوال څيړنغونډه جوړه سوه .

benawa afghanistan
لودين
په کندهار کې د پښتو ژبي د لوی ليکوال او توکم پوه ډاکټر عبدالرازق پالوال د علمي او ادبي ژوند په اړه لويه څيړنغونډه جوړه سول .
په کندهار کې د پښتو ژبي د لوی ليکوال او توکم پوه ډاکټر عبدالرازق پالوال د علمي او ادبي ژوند په اړه لويه څيړنغونډه جوړه سول . دا علمي او څيړنيزه غونډه د کندهار پوهنتون اړوند د پاچاخان د علمي او څيړنيز مرکز له لوري جوړه سوي او مالي لګښت يې د غازي نقيب الله د ښيګڼي د بنسټ مشر کليم الله نقيبي ورکړی دی . غونډي ته د هيواد د مرکز کابل تر څنګ د يو شمير نورو ولايتونو ليکوالان او فرهنګۍ کړۍ هم را بلل سوي وه . د کندهار پوهنتون د پاچاخان د علمي او څيړنيز مرکز مشر او د کندهار پوهنتون استاد څيړندوۍ اينجينر شيرشاه رشاد د خپلي وينا پر مهال د ډاکټر عبدالرازق پالوال د ژوند ليک تر څنګ د هغه د پراخو علمي او اکاډيميکو فعاليتونه يادونه وکړل . نوموړي وويل چي ښاغلي پالوال د جاپان ، امريکا او هند يو شمير ختيڅ پيژوندونکواو څيړونکو ته هم د پښتو ژبي زده کړي ورکړي دي . څيړنغونډي ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني هم پيغام راليږلی وو په پيغام کي د ښاغلي پالوال د علمي ژوندانه هځي ستايل سوي وي او د کندهار پوهنتون د مشرتابه څخه مننه سوي وي چي خپل علمي کدرونه په ژوندوني ستايي . د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي په وينا هم په خپله وينا کي د ژوندويو هستيو د ستايني اقدام وستايه او غوښتنه يي وکړل چي دې فرهنګ ته د غوړيدو دپاره بايد هځي وسي . غونډي ته د کندهار پوهنتون علمي مرستيال اينجينر عبدالتواب بالاکرزي او يو شمير نورو ويناوالو هم ويناوي وکړې . ډاکټر عبدالرازق پالوال د دوکتورا په کچه لوړي زده کړي کړي او د نړۍ په پرمختللو هيوادونو کي يې يو شمير پوهانو ته د پښتو ژبي تدريس هم کړی دی . نوموړی لسګونه ادبي او علمي اثار لري چي يو شمير يې چاپ سوي او يو شمير يې بې چاپه پاته دي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery